CRI Online

د فرانسې ولسمشر مکرون له وانګ يي سره ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-05-17 11:27:51

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په ځايي وخت د مې په ۱۶مه نېټه د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون د پاريس په اېليسي ماڼۍ کې د چين د دولتي شورا له غړی او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي سره ليدنه وکړه.

مکرون د وانګ يي له لارې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ته پيرزوينې او نيکې هيلې وړاندې کړې. مکرون وويل، سږکال په جنورۍ مياشت کې له چين څخه زما ليدنه ډېره کاميابه وه، له شي جين پينګ سره مې د فرانسې او چين ترمنځ اړيکو ته د ودې ورکولو په اړه مهمه موافقه وکړه، هيله ده چې دواړه خواوې اړوند پلان پلی کړي، د اقتصاد، تکنالوژۍ او کلتور په ډګرونو کې همکارۍ پياوړې کړي او په فعاله توګه د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په اړه خبرې اترې وکړي.

وانګ يي مکرون ته د شي جين پينګ نيکې هيلې وړاندې کړې. هغه وويل، سږکال په جنورۍ مياشت له چين څخه ستاسې ليدنه بريالۍ وه. رئيس شي جين پينګ له تاسو سره د چين او فرانسې ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره بشپړ پلان ټاکلی دی. چين غواړي له فرانسې سره همکارۍ ژورې کړي. باور لرو چې د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په اړه فرانسه د چين مهم ستراتيژيک همکار ګرځېدلی شي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای