CRI Online

وانګ يي: يو کمربند او يوه لاره د بېلابېلو هېوادونو د ګډې سمسورتيا لپاره نوې لاره ده

cri     (GMT+08:00) 2018-05-17 11:42:14

وانګ يي: يو کمربند او يوه لاره د بېلابېلو هېوادونو د ګډې سمسورتيا لپاره نوې لاره ده
د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مې په ۱۶مه نېټه د چين د دولتي شورا غړی او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي او د فرانسې د بهرنيو چارو وزير جيان يفېس لي دريان په پاريس کې له خپلمنځي خبرو اترو وروسته يوه ګډه خبري ناسته وکړه.
وانګ يي په خپلو خبرو کې وويل، د يو کمربند او يوې لارې ابادي د چين لخوا وړاندې شوی، خو فرصتونه او برياليتوبونه يې د نړۍ دي. پنځه کاله کېږي چې د يو کمربند او يوې لارې د چين لخوا وړاندې شوی، په دغو پنځو کلونو کې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو او چين ترمنځ تجارتي راکړه ورکړه ۴۰۰۰ ميليارد ډالرو ته رسېدلې ده او څه د پاسه ۶۰ ملياردو ډالرو پانګې اچول شوي دي. چين له ۴۳ اړوندو هېوادونو سره مستقيمې هوايي کرښې پرانيستلي دي، اوس د چين او اروپا ترمنځ څه باندې ۷۵۰۰ اورګادي تګ راتګ کوي، چين ۷۵ بهرنۍ اقتصادي همکاريزې سيمې يې جوړې کړې دي او د دغو ځايونو خلکو لپاره يې دوه لکه کاري فرصتونه برابر کړي دي. نوموړي دا هم وويل چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د نړيوال کېدو له غوښتنې سره سمون لري او د دې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو خلکو ته زياتې ګټې رسولې دي. 
(فرشته)  

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای