CRI Online

د چين او امريکا د صنعتي او سوداګريزو مشرانو او مخکنيو جګپوړو چارواکو ترمنځ ۱۰م ډيالوګ ترسره شو

cri     (GMT+08:00) 2018-05-17 11:50:03

د چين او امريکا د صنعتي او سوداګريزو مشرانو او مخکنيو جګپوړو چارواکو ترمنځ ۱۰م ډيالوګ ترسره شو

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د مې په ۱۶مه نېټه د چين او امريکا د صنعتي او سوداګريزو مشرانو او پخوانيو جګپوړو چارواکو ترمنځ ۱۰م ډيالوګ په بېجينګ کې پای ته ورسېد. دواړو خواوو په تېرو دوو ورځو کې د چين او امريکا په اقتصادي او سوداګريزو اړيکو کې د سوداګريزو کشالو او د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو په شمول د ځينو موضوعاتو په اړه په صادقانه توګه د نظريو تبادلې وکړې.

چينی استازو دې ته اشاره وکړه، اوس د چين او امريکا ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې اړيکې په مهمه تاريخي موقع کې دي، د ګډو ګټو پر بنسټ همکاريزې اړيکې د دواړو هېوادونو د اړيکو کلک بنسټ دی. ديالوګ او سلامشوره د خپلمنځي سوداګريزو کشالو د حل لپاره يوازينۍ لار ده. چين د اصلاحاتو د ژورولو او د ورخلاصون د پراخولو له لارې د پوهنې حاکميت، بازار ته د ننوتلو او د سوداګريز چاپېريال په شمول ځينو برخو کې د مسئلو په حلولو بوخت دی.

امريکايي استازو وويل، امريکا او چين په سوداګرۍ کې يو د بل کمښت پوره کولای شي، د لوړو مالياتو په شمول سوداګرۍ ساتي عملونه د دواړو خواوو د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د پرمختګ لپاره ګټور نه دي. د امريکا د صنعت او سوداګرۍ ټولنه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، د پانګونې او د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د ثابت پرمختګ د هڅولو لپاره کوښښونو ته دوام ور کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای