د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ويلادمير پوټين د مې په ۱۶مه نېټه د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره ټليفوني خبرې وکړې. دواړو خواوو د منځني ختيځ د سختو اوضاعو په اړه بحث وکړ، په تېره بيا فلسطينيانو بيت المقدس ته په اسراييلو کې د امريکا د سفارت له ليږدولو سره د مخالفت او احتجاج لپاره لاريونونه وکړل، لاريون کوونکو له اسرائلي پوځ سره شخړې وکړې چې له امله يې فلسطينيانو ته سخته مرګژوبله رامنځته شوې ده. دواړو خواوو دغې پېښې ته ډېره پاملرنه وکړه.
پوټين پر دې ټينګار وکړ چې بايد زورزياتي له لاسه ورکړل شي او د م م د اړوند تړون پر بنسټ دې د خبرو اترو اغيزمن بهير جوړ شي تر څو د فلسطين او اسراييلو لخوا د منلو وړ لايحه رامنځته شي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |