CRI Online

اسرائيلو په غزه کې د حماس درې تاڼې ويجاړې کړې

cri     (GMT+08:00) 2018-05-17 11:53:56
اسرائيلو په غزه کې د حماس درې تاڼې ويجاړې کړې

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اسراييلو دفاعي ځواک د مې په ۱۶مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، په همدې ورځ اسرائيلي پوځ دوه ځلې د حماس پر ضد ټانکونه وکارول او په غزه کې يې د حماس درې تاڼې ويجاړې کړې.

د اسرائيلو پوځ وويل، دا د حماس د هغو کړو وړو پر وړاندې غچ اخيستونکي بريد و چې دوه ځلې يې د غزې په پوله کې پر اسرائيلي سرتېريو د ډزو بريدونه کړي وو. په دغو دوو بريدونو کې اسرائيلي سرتيريو ته هېڅ مرګژوبله نه ده رامنځته شوې. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای