CRI Online

وانګ يي: د کوريا ټاپووزمې ښکېلې خواوې بايد په ګډ لوري روانې شي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-17 11:57:28
وانګ يي: د کوريا ټاپووزمې ښکېلې خواوې بايد په ګډ لوري روانې شي

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مې په ۱۶مه نېټه، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په پاريس کې د کوريا ټاپووزمې د اوضاعو په اړه د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، د کوريا ټاپووزمې ذروي مسئله د اوږدې مودې لپاره پاتې شوې او ډېره پيچلې ده. د دې مسئلې د حل لپاره بايد ښکېلې خواوې په ګډه پر يو لوري روانې شي، او له يو بل سره مخالفې خوا ته دې کش نه کوي. په تاريخ کې د عبرت درس شته، موږ نه غواړو دغه شان پېښه بيا تکرار شي. پر دې ټينګار کوم چې د کوريا ټاپووزمې اوسنی ارام وضعيت تر ډېرو کوښښونو وروسته رامنځته شوی او په دې برخه کې د کوريا ولسي ديموکراتيک جمهوريت ابتکاري تدبيرونه د ستاينې وړ دي. نورې خواوې په تېره بيا امريکا بايد اوسنی سوله ييز فرصت غنيمت وکڼي. موږ بايد په ګډه د سولې پرمخبوونکي وګرځو، او د پردې تر شا دې کومه خوا نه هڅوو. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای