CRI Online

م م د ايران د ذروي تړون د ساتلو لپاره د اروپايي ټولنې له کوښښونو څخه ملاتړ کوي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-17 11:58:36
م م د ايران د ذروي تړون د ساتلو لپاره د اروپايي ټولنې له کوښښونو څخه ملاتړ کوي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د مې په ۱۶مه نېټه د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس په بروکسيل کې وويل، م م د ايران د ذروي پروګرام د هراړخيز تړون د ساتلو لپاره د اروپايي ټولنې له کوښښونو څخه پوره ملاتړ کوي.

ګوتريس په همدې ورځ د اروپايي ټولنې له مقر څخه ليدنه وکړه او د اروپايي ټولنې د کمېټې له رئيس جين کلوډ جونکر او د دې ټولنې د ډيپلوماتيکو او امنيتي تګلارو له عالي رتبه استازې فيدريکا موغيرني سره ملاقات وکړ. بيا وروسته هغه په يوه خبري ناسته کې وويل، اوس موږ په يوه خطرناکه نړۍ کې اوسيږو، د ذروي وسلو د نه خپرېدو ميکانيزم له لسګونو کلونو راهيسې په لومړي ځل له شک سره مخ دی، نو د ادارې د څواړخيز ميکانيزم او د نړيوالو اړيکو د قانوني کنټرول ساتنه اړينه ده. هغه په دې برخه کې د اروپايي ټولنې خدمتونه وستايل او پر دې يې ټينګار وکړ چې م م د ايران د ذروي تړون د ساتلو لپاره د اروپايي ټولنې له کوښښونو څخه تر وسې پورې ملاتړ کوي.

جونکر په دې خبري ناسته کې د ايران د ذروي تړون د ساتلو اراده تکرار کړه او و يې ويل، دا د سيمه ييزې او نړيوالې سولې د ساتلو لپاره ستر اهميت لري. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای