CRI Online

د چين د دولت د رئيس شي جين پينګ ځانګړي استازي، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون سياسي بيورو غړي، مرستيال صدراعظم او د چين او امريکا ترمنځ د هراړخيز اقتصادي ډيالوګ چيني مشر ليو هه له کيسينګېر او د امريکا د ملي کانګرس له غړو سره ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-05-17 13:53:01

 د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت د رئيس شي جين پينګ ځانګړي استازي، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون سياسي بيورو غړي، مرستيال صدراعظم او د چين او امريکا ترمنځ د هراړخيز اقتصادي ډيالوګ چيني مشر ليو هه، چې اوس له امريکا څخه په سفر بوخت دی، د مې په ۱۶مه نېټه په واشنګټن کې په جلا جلا توګه د امريکا د بهرنيو چارو له پخواني وزير هينري کيسينګر، د سنا مجلس لنډمهالي مشر او د دې مجلس د مالي کميټې له مشر اورين هاچ او د استازو مجلس د پانګو راټولولو کميټې له مشر کېوين برادي سره ليدنه وکړه.
له کيسينګر سره په ليدنه کې ليو هه د کيسينګر د زېږېدنې ۹۵مې کاليزې د رارسېدو په مناسبات مبارکي وويله او د چين او امريکا ترمنځ د دوستۍ لپاره يې د ده اوږد مهاله هڅې وستايلې. ليو هه وويل، د رئيس شي جين پينګ او ولسمشر ټرمپ په لارښوونې سره د چين او امريکا ترمنځ اړيکو مهم او فعال پرمختګ موندلی دی او د خپل سفر موخه دا ده چې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د تر لاسه شوو موافقو له مخې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او تجارتي مسئلو په اړه له امريکا سره خپلمنځي تبادلو ته دوام ورکړم تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او تجارتي اړيکو سالم پرمختګ وساتل شي.
کيسينګر وويل، د چين او امريکا ترمنځ اړيکې ډېرې مهمې دي چې د نړۍ له سولې او سمسورتيا سره اړه لري. د دې اړيکو ساتل ستراتيژيکو او لېرو نظريو ته اړتيا لري. دواړه خواوې بايد خپلمنځي ستراتيژيکي تبادلې او همغږۍ پياوړې کړي، په پرله پسې ډول دې ګډې ګټې زياتې کړي، په ښه شان سره دې توپيرونه کنترول کړي او په عين وخت کې دې د نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په حل کې خپل مشرتوب څرګند کړي.
(فرشته) 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای