د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د م م مرستندويه پلاوي د مې په ۱۶مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د افغانستان د شخړې له ښکيلو خواوو څخه وغوښتل چې په روژه کې هر ډول شخړه بنده کړي.
افغانستان کې پر ځايي وخت د مې په ۱۷مه نېټه روژه پيل شوه. په دې اعلاميه کې د ياد پلاوي د مسئول په قول ويل شوي، روژه د مسلمانانو ځانګړې موده ده، هيله ده چې د روژې په رارسېدو سره د سولې پل جوړ شي.
په دې اعلاميه کې راغلي، م م به له افغانانو سره د دې هېواد د سولې، يووالي او سمسورتيا د عملي کولو لپاره کوښښونو ته دوام ورکړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |