CRI Online

د چين او امريکا د صنعتي او سوداګريزې ټولنې استازي: چين او امريکا دې ورخلاصون پراخ کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-17 14:42:20

د چين او امريکا د صنعت او سوداګرۍ رهبرانو او پخوانيو لوړپوړو چارواکو ترمنځ د لسمې دورې ديالوګ د مې په ۱۶ مه نېټه په بېجينګ کې پای ته ورسيد. په دې خبرو اترو کې د ګډونوالو په نظر، د دواړو خواوو لاپرانيستنه به د چين او امريکا د اوسنيو اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د ودې لپاره ګټوره وي. امريکايي استازو د ډېرو ګمرکي مالياتو اخيستلو کړنه په ډاګه ناسمه بلله او ويې ويل چې دا به د امريکا ګټو ته زيانونه ورسوي.

د چين د نړيوال اقتصادي تبادلوي مرکز او د امريکا د سوداګرۍ ملي ټولنې په کوربتوب د لسمې دورې د چين او امريکا د صنعت او سوداګرۍ رهبرانو او پخوانيو لوړپوړو چارواکو ترمنځ د لسمې دورې ديالوګ د مې له ۱۵ مې نېټې څخه تر ۱۶ مې نېټې پورې په بېجينګ کې ترسره شو. په دغه ديالوګ کې د چين او امريکا د صنعت او سوداګرۍ د رهبرانو، پخوانيو لوړپوړو چارواکو او کارپوهانو په شمول ۲۳ استازو د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د اړوندو موضوعاتو په اړه په ډاګه توګه د نظريو تبادلې وکړې او تر ډېره يې د چين او امريکا د سوداګرۍ او د راتلونکو تګلارو تمايل، يو کمربند او يوې لارې، ډيجيټلي اقتصاد، انرژۍ، کرنې او صنعت پر خبرو تمرکز وکړ.

په ۱۶ مه نېټه خبري ناسته کې د امريکا د سوداګرۍ ملي ټولنې د چيني چارو مشر وانګ جه تکرار کړه چې د زياتو ګمرکي مالياتو د اخيستلو په اړه د امريکا کړنه ناسمه ده، نوموړي پدې اړه وويل:

(( معمولاً موږ د زياتو ګمرکي مالياتو له اخيستلو څخه ملاتړ نه کوو، زموږ په اند په لوړه اندازه د ګمرکي مالياتو اخيستل ناسمه کړنه ده . تېره اوونۍ مو د امريکا حکومت ته يوه اعلاميه وړاندې کړې او پکې مو ادعا کړې چې لوړ ګمرکي ماليات به زموږ شرکتونو، امريکايي مشتريانو، همداراز د فارمونو خاوندانو او بزګرانو ته هم زيانونه ورسوي. موږ فکر نه کوو چې د ګمرکي مالياتو لوړتيا يو ډول ښه کړنه ده او پدې هکله مو تحقيقات روښانه کړي دي. زموږ په باور د پېشرفت لاره د بازار بندول نه، بلکې لاپرانيستنه ده، همداراز ځينې تلپاتې سيستماتيکې ستونزې دې حل شي.))

په دې وروستيو کلونو کې چين د اقتصاد او نورو برخو د لاپرانيستنې په موخه يولړ ګامونه پورته کړي دي. په دې وروستيو ورځو کې په شانګهای کې د امريکا د برېښنايي موټرونو او انرژيو مهم شرکت تېسلا (Tesla) د نماينده ګۍ د جوړولو غوښتنه منظوره شوه. د ديالوګ د ګډونوالو په اند د چين د ورخلاصون دروازه لويه اولابه پراخه شي او امريکا به هم ورڅخه ګټه واخلي. د امريکا د سوداګرۍ ملي ټولنې چارواکي وانګ جه پدې اړه وويل:

((چين د خپلو ګټو په مقصد د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې پلې کوي، امريکايي تصدۍ هم غواړي په چين کې زيات فرصتونه ترلاسه کړي. زما په اند، دا به راته متقابل ګټور فرصتونه برابر کړي. امريکايي تصدۍ هيله لري چې خپل توليدات او خدمتونه د لازياتو چيني مشتريانو لخوا واخيستل شي، البته دوی نه يوازې د تجارتي توکو معامله ، بلکې په همدغه بهير کې د عادلانه مقرراتو او قواعدو تامين هم غواړي. کيدای شي چين ته د امريکا کرنيز توليدات،مايع طبيعي ګاز او داسې نور توليدات صادر شي او چين ته د امريکا نورو برخو د ننوتلو فرصتونه به هم برابر شي.))

د ديالوګ پرمهال په امريکا کې د چين پخواني لوی سفير جو ون جونګ پر دې ټينګار وکړ چې د پرانيستنې پراختيا نه يوازې د چين اړتيا ده، بلکې د چين او نورو هېوادونو متقابل انتخاب هم دی.

((لومړی، دا د چين اړتيا ده، زموږ د اقتصادي ودې او ژورو اصلاحاتو اړتيا ده. البته دا متقابل انتخاب هم دی. ورپرانيستنه د دواړو خواوو د يوځاي کېدو ټکي ته اړتيا لري، دا د چين د يو اړخيزې کړنې په توګه نه شي بلل کيدای.))

د چين او امريکا د صنعت او سوداګرۍ رهبرانو او لوړ پوړو چارواکو ترمنځ د نوي پړاو ديالوګ به په نومبر کې په امريکا کې ترسره شي. د چين د نړيوال اقتصادي تبادلوي مرکز د شورا مرستيال مشر وې جيان ګوه وايي، دغه ديالوګ به د چين او امريکا دوه اړخيزې اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ وهڅوي.

((سږکال به د اصلاحاتو په اړه لاښه، لازيات او لالوی تدبيرونه غوره شي. موږ به راتلونکي نومبر کې د غوره چيني تاجرانو په مشرۍ امريکا ته ولاړ شو او د خپلمنځيو همکاريو د پياوړتيا په لارو چارو به ورسره بحثونه وکړو. موږ هم د دې هرکلی کوو چې امريکايي پولي او پانګه اچوونکې موسسې د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو پانګونې بانک کې شاملې شي او د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو لپاره زيات رول ولوبوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای