د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په نوې زمانه کې د ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ د نظريو په هکله د ۳۰ کورسونو په نوم کتاب چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د اطلاعاتو او نشراتو څانګې لخوا ترتيب شوی، د مې په ۱۷مه نېټه خپور شو او د هېواد په ګوټ ګوټ کې د سين هوا په نوم کتاب پلورنځيو کې پلورل کېږي.
په دې کتاب کې په نوې زمانه کې د چین پر ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د ټينګار او پرمختګ کولو په اړه په دېرشو عنوانونو کې په هراړخيز، سيستماتيک او ژور ډول د شي جين پينګ د نظريو ستر اهميت، علمي سيستم، زيات محتویات، د روحيې واقعيت او د تطبيق غوښتنې بيان شوي، او پر دې پکې ټينګار شوی چې د شي جين پينګ دغه نظريې لارښوونکي نظريې دي چې د چين کمونېست ګوند او هېواد بايد د اوږدې مودې لپاره ترې کار واخلي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |