CRI Online

ما جاو سيو: سياسي حل د سوريې مسئلې لپاره يوازينۍ لاره ده

cri     (GMT+08:00) 2018-05-17 16:19:10

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، پر ځايي وخت د مې په ۱۶مه نېټه د م م امنيت شورا د سوريې د سياسي بهير په اړه يوه غونډه تر سره کړه. په م م کې د چين دايمي استازي ما جاو شيو په خپله وينا کې وويل، چين د دې هرکلی کوي چې د نوې دورې استانه ډيالوګ پرانيستل کېږي او د ګډې اعلاميې په خپرول سره د روسيې، قزاقستان، ترکيې او ايران هڅې ستايي. هيله ده چې د ډيالوګ له لارې د سوريې د اوربند په ساتنه کې، د ژنيو د سوله ييزو خبرواترو بهير فعال رول ولوبوي.

ما جاو شيو وويل، سياسي حل د سوريې مسئلې لپاره يوازينۍ لاره ده او له دې امله بايد په نړيوالو، سيمه ييزو او دولتي برخو کې هڅه وشي. لومړی، نړيواله ټولنه بايد له م م څخه ملاتړ وکړي چې په داسې مسئلو کې عمومي رول ولوبوي، امنيت شورا بايد يووالی وساتي او د سوريې سياسي بهير ته دې وده ورکړي. دوهم، اړوندې سيمې او هېوادونه بايد سيمه ييزې لېرې ګټې او ثابت حالت په نظر کې ونيسي او د سوريې مسئلو په سياسي حل کې دې رغنده رول ولوبوي. درېيم، د سوريې حکومت او مخالفې ډلې بايد د هېواد د راتلونکي او د خلکو د اصلي ګټو پر بنسټ، بې له شرطه د ژنيو په سوله ييزو خبرو اترو کې ګډون وکړي او قدم په قدم دې د بېلابېلو خواوو لپاره منل شوی پلان ومومي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای