CRI Online

د چين د نړيوالو فلمي او ټلويزيوني پروګرامونو د ۱۵ مې دورې په نندارتون کې ګڼ شمېر نندارې تر سره شوې

cri     (GMT+08:00) 2018-05-17 16:55:13

د چين د نړيوالو فلمي او ټلويزيوني پروګرامونو د ۱۵ مې دورې نندارتون د مې په ۱۷ مه نېټه د بېجينګ نندراتون په تالار کې پرانيستل شو او د۵۰ هېوادونو او سيمو سوداګرو په دې نندارتونه کې ګډون کړی و. په دې نندارتونه کې بهرنيو خبري رسنيو او نندارچيانو په جلا جلا توګه چيني فلمونو ته پاملرنه څرګنده کړه او هرکلی يې وکړ.

ياد نندارتون د چين د راډيو او ټلويزيون د مرکزي سټيشن لخوا جوړ شوی او په دې نندارتون کې څه د پاسه ۳۰۰ سوداګرو ګډون کړی و او شاوخوا ۸۰ زرو فلمونه پکې نندارې ته وړاندې شول.

د مالوماتو له مخې، دا لومړۍ ځل دی چې ياد نندارتون د چين د راډيو او ټلويزيون د مرکزي سټيشن لخوا جوړېږي او دا هم نوې زمانه ته تر ننوتلو وروسته لومړۍ نندارتون دی چې د چين د فلمي او ټلويزيوني چارو د سالم پرمختګ لپاره ستر اهميت لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای