د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا جمهوريت حکومت د مې په ۱۷مه نېټه وويل چې په پرله پسی توګه به د کوريا له ديموکراتيک ولسي جمهوريت سره سلامشوره وکړي تر څو د کوريا د دواړو خواوو ترمنځ لوړ پوړې خبرې اترې ژر تر ژره تر سره شي.
د کوريا جمهوريت د ولسمشرۍ ماڼۍ د دولتي امنيت د دفتر مشر چونګ يوي يونګ په همدې ورځ د حکومت د امنيت شورا غونډه پرانيستله. د کوريا جمهوريت د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبر له مخې، په نوموړې غونډه کې دا بيا تائيد شوه چې د کوريا جمهوريت به په جدي توګه د پانمونجيوم اعلاميه پلې کړي، کومه چې د ديموکراتيک کوريا او د کوريا جمهوريت د مشرانو لخوا لاسليک شوې ده.
په ياده غونډه کې دا هم تصويب شوې چې د متقابل احترام د رويې پر بنسټ د امريکا او ديموکراتيکې کوريا ترمنځ د مشرانو خبرو اترو د برياليتوب لپاره به د بېلابېلو لارو په وسيله د کوريا جمهوريت او امريکا ترمنځ، د کوريا جمهوريت او ديموکراتيکې کوريا ترمنځ د بېلابېلو خواوو دريځونه همغږي کړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |