CRI Online

د چين د نړيوالو فلمي او ټلويزيوني پروګرامونو د ۱۵مې دورې نندارتون پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2018-05-17 20:23:00

د مې په ۱۷مه نېټه د چين د راډيو او ټلويزيون د عمومي ادارې په لارښوونه د چين د راډيو او ټلويزيون د مرکزي سټيشن په کوربتوب او د چين د نړيوال ټلويزيون عمومي شرکت او د چين د راډيويي،فلمي او ټلويزيوني پروګرامونو د معاملې مرکز له خوا جوړ شوی د چين د نړيوالو فلمي او ټلويزيوني پروګرامونو د ۱۵مې دورې نندارتون په بېجينګ کې پرانيستل شو.د چين د مطبوعاتي چارو وزارت مرستيال وزير او د چين د راډيو او ټلويزيون د مرکزي سټيشن مشر او د ګوندي کميټې منشي شن های شيونګ د ياد نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون درلود او يوه وينا يې وکړه.د ياد نندارتون اصلي موضوع نوې زمانه،نوي کارونه او نوی فصل دی.

نوموړي وويل چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د پاملرنې او د مطبوعاتي چارو وزارت تر لارښوونې لاندې مو د چين د راډيو او ټلويزيون د مرکزي سټيشن له جوړېدو راهيسې په نوې زمانه کې د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ له افکارو سره سم کارونه تر سره کړي او د لويو ستراتيژيکو فرصتونو په نيولو سره مو د عامه افکارو ډګر د ابادۍ کارونه پياوړي کړي او د لومړۍ کچې دولتي نړيوالو عصري رسنيو د جوړولو لپاره مو هڅه کړې ده.دا د چين د کمونېست ګوند له ۱۹م ملي کانګرس راهيسې د نړيوالو فلمي او ټلويزيوني پروګرامونو لومړی نندارتون دی.

  

 

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای