CRI Online

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له ځانګړي استازي او مرستيال صدراعظم ليو هه سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-05-18 09:35:56

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روانې مياشتې په اوولسمه نېټه په سپينې ماڼۍ کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له ځانګړی استازي،د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي، مرستيال صدراعظم او د چين او امريکا ترمنځ د هر اړخيز اقتصادي ډيالوګ د چيني مشر ليو هه سره وکتل.

تر هر څه لومړی ليو هه ولسمشر ټرمپ او د ده مېرمنې ميلانيا ته د رئيس شي جين پينګ او پروفيسرې پنګ لي يوان نيکې هيلې او پیرزوينې وسپارلې.ولسمشر ټرمپ ور څخه مننه وکړه او د ليو هه له لارې يې د رئيس شي جين پينګ او د ده مېرمنې ته نيکې هيلې او پيرزوينې وړاندې کړې.

ليو هه وويل چې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر ګډې لارښوونې لاندې د چين او امريکا ترمنځ اړيکو مهم پرمختګونه موندلي دي.اوس مهال دغه اړيکې په مهم پړاو کې واقع دي،دواړه خواوې بايد په جدي توګه د دواړو هېوادونو د مشرانو له خوا تر لاسه شوې ګډې نظريې پلي کړي او د متقابل درناوي پربنسټ دې د دغو اړيکو د سالم پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي.

ټرمپ وويل چې له رئيس شي جين پينګ سره ښو کاري اړيکو او دوستۍ ته ارزښت ور کوم او غواړم چې له رئيس شي جين پينګ سره نژدې تماس ونيسم او د امريکا او چين ترمنځ د اړيکو د دواملرونکي پرمختګ لپاره ورسره ګډې هلې ځلې وکړم.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای