CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت هڅه بايد د اړوندو خواوو ښه غبرګون تر لاسه کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-18 11:39:31

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د مې په ۱۷مه نېټه وويل، په دې وروستيو وختونو کې د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت په ښه نيت او صداقت سره د ستاينې وړ يو لړ مهمې هڅې وکړې، چې بايد د نړيوالې ټولنې هڅه، هرکلی او ملاتړ تر لاسه کړي او په ځانګړي ډول اړوندې خواوې هم بايد همدا شان کوښښونه وکړي.

نوموړي وويل، ديموکراتيکې کوريا د ذروي توغندي ازموينې د بندولو او د پونګيري د اټومي ازمويښځي د تړلو په شمول يو لړ مهمې هڅې کړې دي چې ترې له ټاپووزمې څخه د اټومي وسلو پاکولو، له اړوندو خواوو سره د متقابل اعتماد جوړونې او د ډيالوګ له لارې د ټاپووزمې مسئلې د سياسي حل لپاره د ديموکراتيکې کوريا ښه نيت او صداقت څرګند شوی دی. په يادو برخو کې د دغه هېواد هڅې ستاينې وړ دي او بايد د نړيوالې ټولنې هڅه، هرکلی او ملاتړ تر لاسه کړي او په ځانګړی ډول اړوندې خواوې بايد همدا شان کوښښونه وکړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای