د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د کلتور وزيرانو پنځلسمه غونډه د می له ۱۶مې نيټې څخه تر ۱۷مې نيټې پورې د های نان ولايت په سان يا ښار کې تر سره شوه.برخوالو پلاويو د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د حکومتونو ترمنځ د کلتوري همکارۍ تړون په اړه له ۲۰۱۸ کال څخه تر ۲۰۲۰کاله پورې اجرائيوي پلان تصويب کړ او ويې ويل چې د کلتوري تبادلې پيوستون په پولي اوامنيتي چارو کې د بېلا بېلو غړو هېوادونو ترمنځ همکاري پرمخبيايي.
د خبر له مخې د چين، هند، قزاکستان، قرغيزستان، پاکستان، روسيې ، تاجکستان او ازبکستان په شمول د اتو غړو هېوادونو ويو په ګډه ياد پلان لاسليک کړ.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |