CRI Online

چين د اروپا او اسيا له اقتصادي اتحاديې سره د اقتصادي همکارۍ په اړه تړون لاسليک کړ

cri     (GMT+08:00) 2018-05-18 15:06:16

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د روانې مياشتې په ۱۷مه نېټه د نړيوالو سوداګريزو خبرو اترو په هکله د چين د سوداګرۍ وزارت استازي او مرستيال وزير فو جي اينګ د اروپا او اسيا د اقتصادي اتحاديې د اجرائيوي رئيس تيګرن سارکيسيان او د دې اتحاديې د غړو هېوادونو له استازو سره د قزاکستان په پلازمينه استانا کې د اقتصادي همکارۍ په اړه تړون لاسليک کړ.

دغه تړون په اقتصادي او سوداګريزه برخه کې د چين او يادې اتحاديې له خوا لاسليک شوی لومړی مهم نظام دی او منعی يې دا ده چې د چين او د يادې اتحاديې د غړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکارۍ به له همکاريزو پروژو څخه د نظام پر لارښوونې بدلې شي ، دغه راز دغه تړون د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ او د دې اتحاد د جوړونې ترمنځ د همکاريو د پرمخبيولو لپاره مهم اهميت لري.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای