د سينهوا اژانس د خبر له مخې د می ۱۷مه نېټه د مخابراتو او معلوماتو له نړيوالې ورځې سره برابره ده چې سږنی مضمون يې د مصنوعي ځيرکتيا د سمې کارونې پرمخبيول او انسانانو ته د ګټو رسول دي.نړيوالې مخابراتي ټولنې په همدې ورځ د مصنوعي ځيرکتيا د رول په لوبولو سره د م م د دواملرونکي پرمختګ د موخې د تر سره کولو لپاره غوښتنه وکړه.
د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس په ويډيويي وينا کې د نړيوالو ډيجټلي توپيرونو د کمښت او د نړيوال تګ راتګ لپاره د يادې ټولنې له کوششونو څخه مننه څرګنده کړه او د نړۍ له ټولو خلکو څخه يې وغوښتل چې د م م د دواملرونکي پرمختګ د موخې د تر سره کولو په برخه کې د مصنوعي ځيرکتيا پټ قوت ته پاملرنه وکړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |