د سينهوا اژانس د خبر له مخې، م م د مې په ۱۷مه نېټه يو راپور خپور کړ چې له مخې يې په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کالونو کې د نړۍ اقتصاد به څه باندې ۳ فيصده زيات شي، په دغه راپور کې د اقتصاد زياتوالی تر پخوانۍ پيشګويي زيات دي. عمده لامل يې د پرمختللو هېوادونو لويه اقتصادي وده او د پانګونې ګټور شرطونه دي.
ياد راپور چې د ۲۰۱۸ کال لپاره د نړۍ اقتصادي حالت او پيشګويي په نوم خپور شوی او پکې وړاندينه شوې چې په ۲۰۱۸ کال او ۲۰۱۹ کال کې به د نړۍ اقتصادي زياتوالی ۳ اعشاريه ۲ فيصدو ته ورسېږي چې دا په جلا جلا توګه تر پخوانۍ پيشګويۍ ۰ اعشاريه ۲ او ۰ اعشاريه ۱ فيصده زيات دی. راپور څرګنده کړې چې د معاش د زياتېدو، د پانګونې د شرطونو د ګټې او د امريکا د يو لړ مالي پلانو تر اوږدې اغېزې لاندې پرمختللی اقتصاد به په ښه ډول نور هم وده وکړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |