د سينهوا اژانس د خبر له مخې عرب ليګ د روانې مياشتې په ۱۷مه نېټه د مصر په پلازمينه قاهره کې د دې ليګ په مقر کې په يوه بېړنۍ غونډه کې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د نوي حالت په باب بحث وکړ او له م م څخه يې وغوښتل چې په غزه کې د زورزياتي په کشالو کې د اسرائيلو د وروستيو جرمونو پلټنه وشي.
تر غونډې وروسته د عرب ليګ سرمنشی احمد ابوالغيط په يوه خبري ناسته کې وويل چې عرب ليګ د م م له امنيت شورا څخه د څارونکې کميټې د جوړولو غوښتنه وکړه تر څو په دې وروستيو ورځو کې په غزه کې د زورزياتي په کشالو کې د اسرائيلو د جرمونو پلټنه وکړي .په م م کې د عرب ليګ استازی به له همدې ورځې څخه د امنيت شورا ته غوښتنليک وړاندی کړي.
ابوالغيط زياته کړه چې د م م د بشري حقونو شورا چې د يادو کشالو د پلټنې حق لري، د روانې مياشتې په ۱۸مه نېټه به په ژنيو کې يوه ځانګړې غونډه تر سره کړي (غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |