د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فلسطين په نيول شويو خاورو کې د بشري چارو په اړه د م م چارواکي جامي اېم سي ګولډرېک د مې په ۱۷مه نېټه له بېلابېلو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې بيړنۍ مرسته برابره کړي او په غزه تړانګه کې د شخړې تر اغېزې لاندې خلکو سره دې مرسته وکړي.
ګولډرېک په يوه مطبوعاتي اعلاميه کې وويل، په غزه تړانګه کې حالت د انديښنې وړ دی او خطر پای ته نه دې رسېدلی. له تېرو څو اوونيو راهيسې د شخړو له امله رامنځته شوې مرګژوبلې پر خلکو ژور اغېز کړی دی.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |