د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په اروپايي ټولنه کې د چين د ډيپلوماتيک پلاوي مشر جانګ مينګ د مې په ۱۷مه نېټه په بروکسيل کې د بلژيک او چين د اقتصادي او سوداګريزې کمېټې په يو فعاليت کې د ګډون په ترڅ کې وويل، اوس د چين اصلاحات او ورخلاصون نوې مرحلې ته رسېدلي او د چين او اروپا ترمنځ اقتصادي او سوداګريزه همکاري له نويو فرصتونو سره مخ ده او دغه همکاريزې اړيکې ښه راتلونکی لري.
په همدې ورځ د چين او اروپا ترمنځ د اړيکو پر وړاندې د ننګونو او فرصتونو په اړه بحث وشو. سفير جانګ مينګ په دې غونډه کې يوه وينا وکړه. هغه لومړی ټولو مېلمانو ته په تېرو ۴۰ کلونو کې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارو سترې لاسته راوړنې او د ورخلاصون د بيا پراخولو په اړه د چين مهم تدابير بيان کړل. هغه بيا وروسته د چين او اروپا ترمنځ اړيکې وستايلې او و يې ويل، سږ کال د دواړو خواوو ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګېدو له ۱۵مې کاليزې او د دواړو خواوو د مشرانو ترمنځ د ملاقات ميکانيزم د ټينګېدو له ۲۰مې کاليزې سره برابر دی. د ډېرو کلونو په کوښښونو سره، اوس د چين او اروپا، د چين او بلژيک ترمنځ اړيکې د ثابت پرمختګ په لار کې دي او اقتصادي او سوداګريزې اړيکې يې هم د ژورتيا په حال کې دي. هغه دې ته اشاره وکړه، د چين او اروپا اقتصادي او سوداګريزه همکاري د يو بل د کمښت د پوره کولو لازمه نتيجه ده او د دواړو خواوو خلک ترې ګټې اخلي. نو دغه همکاريزې اړيکې ښه راتلونکی لري. ده وويل
(( د مثال په توګه، په چين کې د اروپايي ټولنې پانګونه يوازې د دې ټولنې په پانګونو کې څلور سلنه نيسي، په اروپايي ټولنه کې د چين پانګونې يوانې د دې ټولنې لخوا په جلب شويو پانګونو کې دوه سلنه نيسي، دا د دواړو خواوو له اقتصادي اندازې سره برابره نه ده، نو د پانګونې په برخه کې يې همکارۍ ستر پټ ځواک لري. نو په دې برخه کې ملاتړ د څارنې په نسبت اغېزمنېږي شي. ))
جانګ مينګ وويل، په نوې زمانه کې د چين د ورپرانيستې د لا پراختيا د فرصت په مخ کې، چين او اروپا بايد د خپلمنځي اقتصادي او سوداګريزو اړيکو ګړندی پرمختګ وهڅوي . هغه درې وړانديزونه وکړل، لومړی، دواړه خواوې بايد د ورپرانيستې پر نظريو ټينګار وکړي او د سوداګرۍ څو اړخيز سيسټم دې په ګډه وساتي. اوس په نړيوالو سياسي او اقتصادي حالاتو کې ډېر ناثابت عوامل شته، نو د چين او اروپا ترمنځ د همکارۍ ثابتوالی ډېر مهم دی. ده وويل
((د نړيوال سوداګريز سازمان د مهمو غړو او هراړخيزو همکارانو په توګه، چين او اروپا د ازادې سوداګرۍ او د نړيوالې اقتصادي ادارې په برخو کې پراخې ګډې نظريې لري. نو موږ د اصولو پر بنسټ د څو اړخيز سوداګريز نظام د ساتلو ګډه دنده لرو چې نړيوال اقتصاد په عادي مدار کې پاتې کړو. ))
جانګ مينګ وويل، دوهم، چين او اروپا بايد ګډو ګټو ته پاملرنه وکړي او د اقتصادي او سوداګريزې همکاری په برخه کې دې د لا زياتو پرياليتوبونو د تر لاسه کولو لپاره کوښښونه وکړي. درېيم، دواړه خواوې بايد د خپلمنځي توپيرونو د کنټرول لپاره نور زياته ځيرکتيا وکاروي.
د اروپايي ټولنې د شورا پخواني رئيس هيرمن وان رومپيو هم په دغه بحث کې ګډون کړی و او د اروپايي ټولنې د اوسني وضعيت او د چين او اروپا ترمنځ د اړيکو په اړه يې خپلې نظريې څرګندې کړې. هغه وويل
((د خلکو او هېوادونو ترمنځ د اړيکو ټينګښت بايد د متقابل احترام او درناوي پر بنسټ وي، د اروپا او چين ترمنځ قوي اړيکې هم همدغه شان دي، نو موږ بايد ورته دوام ورکړو. ))
20180518ss.m4a
|
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |