د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د مې په ۱۸ مه نېټه په بېجينګ کې په يوه خبرې ناسته کې وويل چې د المان صدراعظمه انګيلا مرکيل به د چين د صدراعظم لي که چيانګ په بلنه د روانې مياشتې له ۲۴ مې نېټې څخه تر ۲۵ مې نېټې پورې چين ته رسمي سفر وکړي.
لو کانګ وويل، چې دا د مرکيل د المان د صدراعظمې په توګه د بيا ټاکل کېدو راهيسې لومړۍ ځال دی چې چين ته به سفر وکړي او دا د هغې د المان د صدراعظمې په توګه ۱۱م ځل دی چې چين ته سفر کوي. باور لرم چې دغه سفر به په نوې زمانه کې د چين او المان ترمنځ د اړيکو پرمختګ ته نوی خوځنده ځواک برابر کړی.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |