CRI Online

چين د دې هر کلی کوي چې امريکا ښايي د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت ته امنيتي ضمانت برابر کړي.

cri     (GMT+08:00) 2018-05-18 18:58:37

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د مې په اتلسمه نېټه په بېجينګ کې د امريکا د هغه خبر هر کلی څرګند کړ چې ښايي د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت ته امنيتي ضمانت برابر کړي. نوموړي وويل، چې چين به په مداومه توګه امريکا او د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت تشويق کړي چې په يوه لور ګام پورته کړي، متقابل باور ټينګ کړي او د ډيالوګ له لارې د دواړو خواوو د پاملرنې وړ مسئلې حل کړي، تر څو د کوريا ټاپووزمې مسئلې د سياسي حل و فصل پروسه پياوړې شي.

د امريکا ولسمشر ټرمپ د مې په اوولسمه نېټه وويل، چې هغه نه غواړي له ليبيا څخه د ذروي وسلو د پاکولو په شان تدبير ونيسي. که د ډيموکراتيکې کوريا مشر ومني او ذروي وسلې له لاسه ورکړي، امريکا غواړي دغه هېواد ته امنيتي ضمانت برابر کړي او دغه هېواد به قوي او ستره ساتنه تر لاسه کړي. وياند لو کانګ په دې اړه وويل، چين غواړي په مرحلې، ګډ ګام او يو لړ اصولو سره د دغې ټاپووزمې مسئلې د سياسي حل و فصل پروسه پياوړې کړي. په هره مرحله کې دې اړوندې خواوې مناسب مسؤليت او دندې ولري چې دا به د دغې مسئلې د حل و فصل لپاره دواملرونکې پروسه وساتي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای