CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت:امريکا بايد د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د اړيکو په اړه د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-18 18:59:09

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د مې په ۱۸مه نېټه په بېجينګ کې له امريکا څخه غوښتنه وکړه چې د يو چين پېژندنې پر اصل او د چين او امريکا ترمنځ د درېيو ګډو اعلاميو پر مقرراتو او اړوندو ژمنو ټينګار وکړي او د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د اړيکو په اړه د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

وياند لو کانګ وويل چې چين غواړي په سوله کې د ګډ ژوند په اړه د ۵ اصولو او د يو چين پېژندنې اصل پر بنسټ له بېلا بېلو هېوادونو سره دوستانه همکاريزې اړيکې ټينګې کړي. د يو چين پېژندنې اصل نړيوالې ټولنې ته د منلو وړ دی او ملاتړ ترې کوي او دا د نړۍ او د خلکو ګډه هيله او هم عمومي غوروالی دی.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای