CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: هغه خبر ناسم او بې بنسټه دی چې چين امريکا ته د ۲۰۰ مليارډو ډالرو په ارزښت امتياز ورکړی.

cri     (GMT+08:00) 2018-05-18 19:08:14

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د مې په ۱۸مه نېټه په بېجينګ کې هغه خبر رد کړ چې چين له امريکا سره د اقتصادي او سوداګريزو سلامشورو په ترڅ کې امريکا ته د ۲۰۰ مليارډو ډالرو په ارزښت امتياز ورکړی دی.

د خبر له مخې، د امريکا کوم چارواکي د مې په ۱۷مه نېټه ويلي و چې چين د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګريزو سلامشورو په روان پړاو کې وړانديز وکړ چې هر کال به له امريکا څخه د توليداتو د وارداتو اندازه ۲۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو ته زياته کړي چې دغه وړانديز د دواړو خواوو په لومړي پړاو کې وړاندې شوي وړانديز ته ورته دی. وياند لو کانګ په دې اړه وويل، چې اړوند خبر ناسم او بې بنسټه دی. زما معلوماتو سره سم اړونده سلامشوره روانه ده او دا يوه رغنده سلامشوره ده. دا عادی حالت دی چې چين او امريکا چې دوې سترې او غټې اقتصادي ډلې دي، په نژديو اقتصادي او سوداګريزو اړيکو کې ځينې مخالفې نظريې او مسئلې لري. د سلامشورې موخه د دواړو هېوادونو د پاملرنې وړ مسئلو حل او د متقابل تفاهم پياوړتيا ده. هيله لرو چې د يادو سلامشورو له لارې اړوندې مسئلې حل کړو او د چين او امريکا په اقتصادي او سوداګريزو اړيکو کې ګډې ګټې وساتو. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای