CRI Online

شي جين پينګ او د ده مور

cri     (GMT+08:00) 2018-05-18 21:07:38

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د عمومي منشي شي جين پينګ په کتابيلف کې دا ډول عکس شتون لري چې له خپلې مور سره د قدم وهلو پر مهال اخيستل شوی دی. په عکس کې شي جين پينګ د خپلې مور چي شين لاس په لاس کې نيولی او په پارک کې قدم وهي. هغه د خپلې مور او پلار عزت کوي او خپلې کورنۍ ته په درنه سترګه ګوري او د کورنۍ په اړه د ده احساسات ژور دي.

د مور يادونه (( د مور زړه))

د شي جين پينګ پلار او مور ټول زاړه کدرونه او ګوندي غړي دي. لکه څنګه چې له ۱۹۶۲م کال نه وروسته د ده پلار شي جونګ شيون له بې انصافۍ او ظلم سره مخامخ و، نو د ده مور چي شين د خپل کشر زوی شي يوان پينګ په وړلو سره هه نان ولايت ته ولاړه او هلته يې د هوانګ فان سيمې په يو کرنيز فارم کې کار کاوه او د شي چين پينګ دوې خونې هم د توليد او ابادۍ لښکر ته ولېږل شولې. دغه راز، شي جين پينګ هم د شان شي ولايت په شمالي برخه کې د لوستي ځوان په توګه کار کاوه. د کورنۍ غړي يې سره جلا شول او مور په زړه کې همېشه خپل ماشومان يادول او هغې په خپل لاس د شي جين پينګ لپاره يو د ستنونو او کرښو کوچنۍ پنډکی ګنډلی و او په دغه پنډکي باندې يې درې سرې کلمې جوړې کړې وې چې مانا يې د مور زړه دی.

د ۲۰۱۵م کال د پسرلني جشن د مبارکۍ ويلو په ناسته کې عمومي منشي شي جين پينګ په ژور احساس سره يو شعر ووايه چې د تانګ په زمانه کې د شاعر منګ جياو لخوا ليک شوی او د ګرځنده زوی غږ په نوم دی، چې وايي(( د قهرمانۍ مور په لاس د کرښو په وسيله د زوی کالي ګنډلی چې زوی به يې ژر ليرې ځای ته ولاړ شي. د زوی د حرکت نه مخکې يې مور په پټه توګه يآد کالي ګنډي او مور يې وارخطه ده چې زوی به اوږدې مودې وروسته بېرته راستون شي. )) هغه وويل، چې له دې شعر څخه د چينايانو په زړونو کې د کورنۍ په اړه ژور احساست څرګندېږي.

د مور نصيحت : په جدي توګه هېواد ته خدمتونه وکړئ.

((هرې کورنۍ بايد د خبرو او عملونو له لارې ماشوماتو ته پوهې ورکړي او په ښو اخلاقو يې وروزي، تر څو ماشومان په ښه توګه په خپل ژوند کې لومړی ګام پورته کړي.)) څرنګه چې شي جين پينګ د ماشومتوب په وخت کې د کورنۍ چاپيريال تر اغيزې لاندې و، نو هغه د کورنۍ ښوونې په اړه ژور احساسات لري او د هېواد په اړه مسؤليت او دندې هم پر غاړه لري.

په ۱۹۵۸م کال کې شي جونګ شيون له زامنو شي جين پينګ او شي يوان پينګ سره يو ځای و.

د مور خبرداری: په جدي توګه د خپل ځان اداره وکړئ.

د شي جين پينګ مور چې چي شين نومېږي، د کورنۍ ښوونې او تعليم ته په ډېره درنه سترګه ګوري، نو هغه همېشه شي جين پينګ ته ليکونه استول او شي جين پينګ ته يې خبرداری ورکاوه چې د ماموريت په لوړه څوکۍ کې دې په جدې توګه خپل ځان اداره کړي. شي جين پينګ د مشر په توګه له ټاکل کېدو نه وروسته يې په ځانګړې توګه يوه د کورنۍ غونډه جوړه کړه او پکې يې له نورو ماشومانو څخه غوښتنه وکړه چې د شي جين پينګ د کار په چوکاټ کې اقتصادي او سوداګريزې چارې تر سره نه کړي.

په ۱۹۷۵م کال کې شي جونګ شيون او چي شين د لوه يانګ ښار د سور بيرغ په نوم عکاسخانه کې له ماشومانو سره عکس واخيسته.

د مور پوهاوی: په ښه توګه کار کول د مور او پلار لپاره تر ټولو ډېر لوی درناوی او احترام دی.

شي جين پينګ د خپلې مور ډېر درناوی او پاملرنه کوي. کله چې هغه وخت ولري، همېشه له مور سره يو ځای ډوډۍ خوري او له ډوډۍ نه وروسته د مور د لاس په نيولو سره قدم وهي او له مور سره خبرې اترې کوي. خو د ارګانونو او حتی د هېواد د مشر په توګه هغه ډېر بوخت وي او د رخصتيو او اخترونو په وخت کې هم په کار بوخت وي او له مور سره د يو ځای کېدو وخت نه لري.

د سږ کال د پسرلني جشن نه مخکې شي جين پينګ د سي چوان ولايت د ليانګ شان د يي قوم خپلواکې سيمې د چاو جيو ولسوالۍ د سان چا هه علاقه دارۍ د سان هه کلي له بې وزلۍ کورنۍ څخه ليدنه وکړه.

 

کورنۍ تر ټولو ډېر کوچنۍ وطن دی او وطن د زرګونو کورنيو پر بنسټ جوړېږي، نو وطن او کورنۍ سره نژدې اړيکې لري. په تېرو څو کلونو کې شي جين پينګ تل د مور نصيحت ياد کړی او تل يې خپل اصلي زړه ساتلی. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د عمومي منشي له ټاکل کېدو نه وروسته په شپږو پسرلني جشنونو کې نوموړي د چين په سرحدي، څنګلورو او بې وزليو سيمو کې قدمونه وهلي دي او په جدي توګه يې هېواد ته د خدمت کولو روحيه په کارونو کې تر سره کړې ده او کوي يې.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای