CRI Online

وانګ يي له اروپا څخه په خپله ليدنه کې تر لاسه شوې درې ګډې نظريې شريکې کړې.

cri     (GMT+08:00) 2018-05-19 15:42:45

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، پر ځايي وخت د مې په ۱۸مه نېټه د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د پورتګال په پلازمينه ليسبون کې د دغه هېواد له خارجه وزير اوګوستو سانتوس سيلوا سره په يوه ګډه خبري ناسته کې له دريو اروپايي هېوادونو څخه په خپله ليدنه کې تر لاسه شوې درې ګډې نظريې شريکې کړې.

نوموړي وويل، دا ځل مې له فرانسې، هاسپانيا او پورتګال څخه ليدنې وکړې. دا د چين د نوې دورې حکومت له جوړېدو نه وروسته له اروپا څخه د چين د خارجه وزير لومړۍ ليدنه ده او سږ کال د چين او اروپا ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو دوستانه اړيکو د ټينګېدو له ۱۵مې کاليزې سره برابر دی. د يادو دريو هېوادونو له خارجه وزيرانو سره زياتو ګډو نظريو ته رسېدلی يم. لومړی، د نويو نړيوالو اوضاعو او زمانې په وړاندې دې چين او اروپا په مداومه توګه د پرمختګ د مهم فرصت په توګه يو بل ته وګوري او نه د ګواښ په توګه، په پر له پسې توګه دې يو بل ته د ډيپلوماسۍ غوره مقام ورکړي او د متقابلو ګټو پر بنسټ دې د همکاريو د پياوړتيا او د ګډ پرمختګ د تر سره کولو لپاره مهم ملګري وګرځې. دوهم، د متقابل پوهاوي د ژورتيا په رڼا کې به لا زيات اروپايي هېوادونه د چين د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز هر کلی او پوهاوی وکړي او غواړي چې له چين سره د همکاريو د پياوړتيا پر مشخصو لارو او پروژو بحث وکړي. درېيم، د اوسنيو متزلزلو نړيوالو حالاتو په وړاندې، چين او اروپا ثابت قوتونه دي. چين او اروپا بايد په همغږۍ سره د څواړخيزې غوښتونکې پروسې د ساتلو، د اقتصاد د نړيوال کېدو د سالم پرمختګ د ساتلو، د اوسني نړيوال نظام او سيستم د ساتلو او د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د اصولو په مرکزيت د نړيوال ازاد سوداګريز سيستم د ساتلو لپاره ګډ کوښښونه وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای