CRI Online

د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي له جانګ يو شيا سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2018-05-19 15:44:11

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي د مې په ۱۷مه نېټه د دغه هېواد په صدراعظمۍ ماڼۍ کې د چين د مرکزي پوځي کميټې له مرستيال رئيس جانګ يو شيا سره وکتل.

جانګ يو شيا لومړی صدراعظم عباسي ته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او صدراعظم لي که چيانګ سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کړلې. عباسي ورڅخه مننه څرګنده کړه. عباسي وويل، چې د اوږدو مودو راهيسې، د پاکستان او چين ترمنځ اړيکې نژدې دي او په دفاعي چارو کې پراخې همکارۍ کړې دي او کوي يي. پاکستان تل د ترهګرۍ پرضد د مبارزې لپاره هڅه کوي او د يو چين پيژندنې پر تګلارې ټينګار کوي. پاکستان غواړي له چين سره هراړخيزې ستراتيژيکې مؤثرې همکارۍ وکړي، تر څو د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز پروژه په عادي توګه روانه شي او د سيمه ييز پرمختګ او سمسورتيا لپاره هڅې وشي.

جانګ يو شيا وويل، چې د دولت رئيس شي جين پينګ له پاکستان سره اړيکو ته په ډېره درنه سترګه ګوري او د پاکستان له مشرانو سره په هره ساحه کې د دوه اړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګېدو لپاره کوښښ کوي. چين له پاکستان څخه مننه کوي چې د چين د مرکزي ګټو د مسئلې په برخه کې له چين څخه ټينګ ملاتړ کوي. د چين او پاکستان پوځونه بايد د دواړو مشرانو ترمنځ د تر لاسه شويو ګډو نظريو د پلې کولو، د ستراتيژيک تګ راتګ د پياوړتيا او د مؤثرو همکاريو د ژورتيا لپاره هڅې وکړي. په نوې زمانه کې بايد په هره ساحه کې د دفاعي اړيکو سويه لوړه کړي، تر څو د دواړو هېوادونو ګډې ګټې او د دې سيمې او حتی ټولې نړۍ سوله او ثبات وساتي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای