د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اروپايي ټولنې شورا د مې په ۱۸مه نېټه د يوې خبرتيا په خپرولو سره وويل، چې د سوداګرۍ نړيوال سازمان ته يې د امريکا د فولادي او المونيمي توليداتو يو ليست وړاندې کړی دی چې ښايي ورباندې ګمرکي ماليات زيات شي. که د امريکا لخوا د اروپايي ټولنې پر فولادي او المونيمي توليداتو باندې د ګمرکي مالياتو د زياتوالي تدبيرونه عملي شي، اروپايي ټولنه به ورڅخه متقابل غچ واخلي.
اروپايي ټولنې وويل، د انتقامي تدبيرونو موخه په همدې ډول د اروپايي ټولنې په يادو توليداتو باندې د ګمرکي مالياتو د زياتوالي منفي اغيزې له منځه وړل دي. ياد ليست ښايي د جون په شلمه نېټه عملي شي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |