CRI Online

د عراق د پارلماني ټاکنو وروستۍ نتيجه ښيي د مقتدا الصدر په مشرۍ اتحاد تر ټولو مخکښ دی

cri     (GMT+08:00) 2018-05-19 16:45:39

د عراق د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د مې په ۱۹ مه نېټه د دغه هېواد د پارلماني ټاکنو وروستۍ نتيجه خپره کړه چې له مخې يې د شيعه ملا مقتدا الصدر په مشرۍ د السېرون اتحاد تر نورو سياسي اتحادونو مخکښ د پارلمان له ۳۲۹ څوکيو څخه ۵۴ څوکۍ خپلې کړې.

د عراق د انتخاباتو خپلواک کمېسيون په همدې ورځ خبر ورکړ چې د فتح اتحاد چې د بدر سازمان او نورو ۱۷ سياسي ډلو څخه جوړ شوی د پارلمان ۴۷ څوکۍ ګټلې او دوهم ځای يې نيولی دی، د اوسني صدراعظم حيدر العبادي په مشرۍ النصر اتحاد۳۷ څوکۍ ګټلې او درېيم ځای يې نيولی دی.

برسيره پردې د پخواني صدراعظم نوري المالکي په مشرۍ د قانوني دولت اتحاد ۲۵ څوکۍ خپلې کړې او څلورم ځای يې نيولی دی، د کردستان ديموکراتيک ګوند او د کردستان وطن پالونکو اتحاد په جلاجلا توګه د ۲۵ او ۱۸ څوکيو په ګټلو سره پنځم او شپږم ځايونه نيولي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای