CRI Online

چيني استازی: چين په غزه کې د تاوتريخوالي له امله د سختې مرګ ژوبلې په اړه اندېښمن دی

cri     (GMT+08:00) 2018-05-19 16:46:42

په جنيوا کې د م م په دفتر کې او د سويس په يو شمېر نړيوالو سازمانونو کې د چين استازي يو جيان هوا د مې په ۱۸ مه نېټه وويل، چې چين په غزه کې د تاوتريخوالي له امله د سختې مرګ ژوبلې په اړه ډېر اندېښمن دی او له فلسطين او اسرائيلو دواړو خواوو څخه په تېره بيا له اسرائيلو څخه غواړي چې زغم دې وساتي او د وضعيت د سختېدو مخه دې ونيسي.

يو جيان هوا په همدې ورځ د غزې د وضعيت په اړه د م م د بشري حقوقو شورا په ځانګړې غونډه کې وويل، چې چين د پوځي لارې له ناوړې استفادې سره مخالفت کوي او له اړوندو خواوو څخه غواړي چې سمدستي پر عامو وګړو د زورزياتي له کړنو څخه دې لاس واخلي. چين د دې ملاتړ کوي چې د م م د اړوندو پرېکړو له مخې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ سوله ييزې خبرې اترې دې ژر ترژره بيا پيل شي او د خبرو اترو له لارې د بيت المقدس د وروستي مقام مسئله دې حل شي.

همدارنګه نوموړي زياته کړه چې چين په ټينګه سره د قانوني حقوقو د اعادې په اړه د فلسطينيانو له عادلانه چارو څخه ملاتړ کوي او د فلسطين مسئلې د حل په موخه يې څلور فقره ييز وړانديز وکړ او د نړيوالې ټولنې له اړوندو غاړو سره به په دې هکله اړيکې وساتي او په هراړخيزه ، عادلانه او دايمي توګه د دغې مسئلې د حل لپاره به هڅې وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای