د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مې په ۱۹مه نېټه يوه مسافر وړونکې الوتکه د کيوبا په پلازمينه هاوانا کې ولوېده چې د کيوبا هوايي شرکت له مکسيکو څخه کرايه کړې وه. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ په همدې ورځ په جلا جلا توګه د کيوبا کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون لومړي منشي راول کاسترول، د دغه هېواد د دولتي شورا رئيس او د وزيرانو د شورا رئيس ميګويل دياز کانيل او د مکسيکو ولسمشر اينريګوي پينا نيوتو ته د خواخوږۍ تلګرامونه وکړل.
په همدې ورځ د چين صدراعظم لي که چيانګ هم په دې اړه د کيوبا د دولتي شورا رئيس او د وزيرانو د شورا رئيس ميګويل دياز کانيل ته د خواخوږۍ تلګرام وکړ. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |