د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مې له ۱۸مې نېټې څخه تر ۱۹مې نېټې پورې د چين د ايکولوژيک چاپيريال د ساتنې ملي غونډه په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ په دغه غونډه کې ګډون وکړ او يوه مهمه وينا يې وکړه. هغه پر دې ټينګار وکړ چې ټولنيز پرمختګ بايد د ايکولوژيک مدنيت له ابادۍ سره همغږی شي او موږ بايد د ايکولوژيک مدنيت د پياوړتيا، د ايکولوژيک چاپيريال مسئلې د حلولو او د ککړتيا د مخنيوي لپاره کوښښ وکړو، تر څو نوې مرحلې ته د چين د ايکولويک مدنيت پياوړی شي.
نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې د ايکولوژيک مدنيت ابادي د چيني ملت د پر له پسي پرمختګ اصلي او بنسټيزه تګلاره ده. موږ بايد په هره ساحه کې د شين رنګ پرمختګ پياوړی کړو. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |