CRI Online

انځورونه: شي جين پينګ غوښتنه وکړه چې د چين د ايکولوژيک مدنيت ابادي بايد نوې مرحلې ته پياوړې شي.

cri     (GMT+08:00) 2018-05-19 21:59:56

 د مې له ۱۸مې نېټې څخه تر ۱۹مې نېټې پورې د چين د ايکولوژيک چاپيريال د ساتنې ملي غونډه په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ په دغه غونډه کې ګډون وکړ او يوه مهمه وينا يې وکړه. هغه پر دې ټينګار وکړ چې ټولنيز پرمختګ بايد د ايکولوژيک مدنيت له ابادۍ سره همغږی شي او موږ بايد د ايکولوژيک مدنيت د پياوړتيا، د ايکولوژيک چاپيريال مسئلې د حلولو او د ککړتيا د مخنيوي لپاره کوښښ وکړو، تر څو نوې مرحلې ته د چين د ايکولويک مدنيت پياوړی شي.

لومړی انځور: شي جين پينګ وايي چې د ايکولوژيک چاپيريال ابادي د چيني ملت په پر له پسې پرمختګ پورې نژدې اړه لري.

دوهم انځور: په نوې زمانه کې د ايکولوژيک مدنيت ابادي بايد پر شپږو اصولو ټينګار وکړي.

درېيم انځور: لومړۍ غوښتنه دا ده چې د ايکولوژيک مدني سيستم د ابادولو پروسه دې چټکه شي.

څلورم انځور: دوهمه غوښتنه دا ده چې په هره ساحه کې دې د شين رنګ پرمختګ پياوړی شي.

پنځم انځور: درېيمه غوښتنه دا ده چې د سختو ايکولوژيکو مسئلو حل و فصل دې د خلکو د ژوند د ښه والي په بهير کې غوره مقام ونيسي.

شپږم انځور: څلورمه غوښتنه دا ده چې د ايکولوژيک چاپيريال په برخه کې د ګواښونو د له منځه وړلو په اړه مؤثر تدبيرونه دې ونيول شي.

اووم انځور: پنځمه غوښتنه دا ده چې د چاپيريال د ادارې سويه دې لوړه شي.

اتم انځور: چارواکي دې په عمر د چاپيريال د ساتنې مسؤليت پر غاړه واخلي.

نهم انځور: په چين کې د چاپيريال د ساتنې په اړه تر ټولو ډېرې مهمې پخوانۍ غونډې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای