د سينهوا اژانس د خبر له مخې، چين او امريکا د می په ۱۹مه نېټه په واشنګټن کې د دوه اړخيزې اقتصادي او سوداګريزې سلامشورې په اړه يوه ګډه اعلاميه خپره کړه او محتويات يې په لاندې ډول دي:
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لارښوونو له مخې، د ۲۰۱۸م کال د مې له ۱۷مې نېټې څخه تر ۱۸مې نېټې پورې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ځانګړي استازي او د چين د مرستيال صدراعظم ليو هه په مشرۍ چيني پلاوي او د امريکا د ماليې وزير سټيوين ټرنير منوچين، د سوداګرۍ وزير ويلبور روس او د سوداګرۍ استازي روبرټ ليغڅيزير په شمول د امريکا پلاوي د سوداګرۍ مسئلې په اړه يوه رغنده سلامشوره تر سره کړه.
دواړو خواوو موافقه وکړه چې چين ته د امريکا د سوداګرۍ د منفي توازن د کمښت لپاره به مؤثر او واقعي تدبيرونه ونيسي. چين به د خپلو خلکو د پر له پسې زياتو مصرفي اړتياوو د پوره کولو او د ښه کيفيت لرونکي اقتصادي پرمختګ د پياوړتيا لپاره له امريکا څخه په لويه اندازه توليدات او خدمتونه واخلي. دا به د امريکا د اقتصاد د پرمختګ او روزګار د زياتوالي لپاره ګټور عمل وي.
دواړو خواوو موافقه وکړه چې په ارزښتناک ډول به د امريکا د کرنيزو توليداتو او انرژيو صادرات زيات کړي او امريکا به په مشخصو مادو د بحث کولو لپاره چين ته پلاوی ولېږي.
دواړو خواوو د توليدي او خدمتي سوداګرۍ پر پراختيا بحث وکړ او په يادو ساحو کې يې د سوداګرۍ د پياوړتيا په هکله د ګټورو شرايطو د برابرولو په اړه ګډو نظريو ته رسېدلې دي.
دواړې خواوې د پوهنې مالکيت حق ساتلو ته په ډېره درنه سترګه ګوري او موافقه يې وکړه چې په دې اړه خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي. چين به د امتيازي حق د قانون په شمول د اړوندو قوانينو او قواعدو د ترميمولو او اصلاح کارونه پياوړي کړي.
دواړو خواوو موافقه وکړه چې د متقابلو پانګونو هڅونه به وکړي او د سوداګرۍ برابر او مساوي چاپيريال به وساتي.
دواړو خواوو موافقه وکړه چې په دې اړه به د عالي رتبه تګ راتګ ستنې ته دوام ورکړي او د دواړو خواوو د پاملرنې وړ اقتصادي او سوداګريزو مسئلو د حل و فصل لپاره به مؤثرې لارې پيدا کړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |