CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړی استازی او د چين مرستيال صدراعظم ليو هه: چين او امريکا ګډو نظريو ته رسېدلي او سوداګريزه جګړه به رامنځته نه شي.

cri     (GMT+08:00) 2018-05-20 11:06:03

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړي استازي، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو غړي، د چين مرستيال صدراعظم او د چين او امريکا د هراړخيزو اقتصادي خبرو اترو په اړه د چين لارښوونکي ليو هه د می په ۱۹مه نېټه له امريکا څخه د خپلې ليدنې د پای ته رسېدو نه مخکې وويل، چې د چين او امريکا ترمنځ روانه اقتصادي او سوداګريزه سلامشوره مثبته، مؤثره، رغنده او ګټوره ده. دواړې خواوې ګډو نظريو ته رسېدلې، سوداګريزه جګړه به رامنځته نه شي او يو پر بل باندې د ګمرکي مالياتو له زياتوالي څخه به لاس واخيستل شي.

ليو هه وويل، چين او امريکا به د انرژۍ، کرنيزو توليداتو، طب، عالي علمي او تخنيکي توليداتو او پولي چارو په برخو کې سوداګريزې همکارۍ پياوړې کړي. دا به نه يوازې د چين د ښه کيفيت لرونکي اقتصاد د پرمختګ او د خلکو د اړتياوو د پوره کولو لپاره، بلکې د امريکا د مالي کسر د سمولو لپاره به ګټور وي چې د دواړو خواوو لپاره بريالی انتخاب دی.

هغه پر دې ټينګار وکړ چې په چين کې د منځني عايداتو لرونکو ډله لويه ده او په نړۍ کې به تر ټولو ډېر لوی بازار به وګرځي. د چين بازار د سيالۍ وړ قوي قوت لري. که غواړي په چيني بازار کې خپله ونډه وګټي، صادراتي هېوادونه بايد د خپلو توليداتو او خدمتونو د سيالۍ وړ توان لوړ کړي، څو چې چينايان د دوی توليدات او خدمتونه غوره کړي. چين نه يوازې غواړي له امريکا څخه توليدات او خدمتونه واخلي، بلکې له ټولې نړۍ څخه به يې واخلي.

ليو هه وويل، دا اړينه ده چې دواړې خواوې په روانه سلامشوره کې ګډې نظريې تر لاسه کوي، خو د دواړو هېوادونو په اقتصادي او سوداګريزو اړيکو کې د هغو چوکاټي مسئلو حل و فصل وختونو ته اړتيا لري چې د تېرو اوږدو مودو راهيسې رامنځته شوي دي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای