CRI Online

تبصره: چين او امريکا به سوداګريزه جګړه ونه کړي او د دواړو هېوادونو خلک به ګټې تر لاسه کړي.

cri     (GMT+08:00) 2018-05-20 11:56:24

پر ځايي وخت د می د ۱۹مې نېټې په سهار د چين او امريکا ترمنځ دوه ورځنۍ اقتصادي او سوداګريزه سلامشوره د امريکا په واشنګټن کې پای ته ورسېده. دواړو خواوو د دغې سلامشورې په اړه يوه ګډه اعلاميه خپره کړه او په دغه سلامشوره کې تر لاسه شوې لاسته راوړنې يې شريکې کړلې. که څه هم په دغه سلامشوره کې د دواړو خواوو ټولې غوښتنې نه دي پوره شوې، خو دغه سلامشوره مثبته، عادلانه، مناسبه، مرحله لرونکې او رغنده ده او د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د سالم پرمختګ د پياوړتيا او د نړيوال اقتصاد او سوداګريز ثبات او سمسورتيا د ساتلو لپاره ډېر اهميت لري.

په ياده سلامشوره کې چين تل د چين د عالی مشر شي جين پينګ د واکمنې مفکورې له مخې د خلکو د ګټو پر ساتلو ټينګار کوي. دغه ټکی هم د امريکا لپاره د منلو وړ دی. نو له دې لحاظه په ياده سلامشوره کې د دواړو هېوادونو خلک تر ټولو ډېرې لويې بريالۍ خواوې دي.

د چين او امريکا د ګډې اعلاميې له مخې، چين به په لويه اندازه له امريکا څخه توليدات او خدمتونه واخلي چې په دې جمله کې کرنيز توليدات، نفت او پاکې انرژۍ، عالي علمي او تخنيکي توليدات شاملېږي. د دغې اعلاميې له محتوياتو څخه څرګندېږي چې چين تل د مساواتو او ګډو ګټو پر اصولو ټينګار کوي او دواړه هېوادونه د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو د ساتلو لپاره لوی صميميت او صداقت لري.

دواړو خواوو په ياده سلامشوره کې له امريکا څخه د چين د کرنيزو توليداتو د صادراتو د پراختيا په اړه ګډې نظريې تر لاسه کړې. شک نه شته چې دا د دواړو هېوادونو د خلکو ګټې ساتي. د چين مستهلکين به د امريکا لا زيات ښه کيفيت لرونکي کرنيز توليدات اخيستلی شي او په دې برخه کې به بازار ته د توليداتو د برابرولو په اړه د چين اصلاحات چټک شي. په عين وخت کې د امريکا بزګران به ثابت صادراتي بازار پيډا کړي.

په نړۍ کې د دوهمې لويې اقتصادې ډلې په توګه د چين اقتصاد د چټک پرمختګ په حال کې دی او نفوس يې څه کم يو مليارډو او څلور سوه مليونه دی چې له دې امله په چين کې د انرژيو د برابرۍ او لګښت ترمنځ توپيرونه د سختېدو په حال کې دی. دغه راز، امريکا په نړۍ کې د نفتو او طبيعي ګازو لوی توليدي هېواد دی او بيه يې د سيالۍ وړ قوي قوت لري. د چين په لحاظ، له امريکا څخه د نفتو او طبيعې ګازو واردات به د انرژيو د وارداتي جوړښت ښه کړي او د خلکو د شين رنګ ژوند به وساتي چې دا د دواړو خواوو لپاره ګټوره ده.

د دغې اعلاميې له مخې، دواړې خواوې د پوهنې مالکيت حق ساتلو ته په ډېره درنه سترګه ګوري او موافقه يې وکړه چې په دې اړه لا ښې همکارۍ وکړي. چين ژمنه وکړه چې د امتيازي حق د قانون په شمول اړوند قوانين او قواعدبه ترميم او اصلاح کړي. دا د دواړو خواوو د ګټو او د بازار د اصولو له مخې اړين انتخاب دی. دغه راز، د پوهنې مالکيت حق ساتل برابر او مساوي دي. د امريکا حکومت بايد د چين د دغه حق د ساتلو لپاره هڅې وکړي. يوازې د مساواتو پر بنسټ ګډ پرمختګ وموندلی شي.

د خوښۍ وړ ځای دا دی چې چين او امريکا د عالي علمي او تخنيکي توليداتو په برخه کې له سوداګريزې همکارۍ سره موافقه وکړه. دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د برابرتيا د ساتلو لپاره ګټوره ده.

ليو هه له واشنګټن څخه د خوځېدلو نه مخکې وويل، چې په دغه سلامشوره کې ډېره لويه پايله دا ده چې دواړې خواوې ګډو نظريو ته رسېدلي، سوداګريزه جګړه به رامنځته نه شي او يو پر بل باندې د ګمرکي مالياتو له زياتوالي څخه به لاس واخيستل شي.

د اټکل له مخې، په راتلونکو ۱۵ کلونو کې به چين څه باندې د څليرويشت زره مليارډو ډالرو په ارزښت توليدات وارد کړي چې دا به د امريکا په شمول مختلفو هېوادونو ته لا زيات فرصتونه برابر کړي. په بله ژبه، د چين او امريکا ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې مسئلې پيچلې دي، نو دواړې خواوې بايد د يادې اعلاميې د پلې کولو لپاره زيات ګډ کوښښونه وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای