CRI Online

انګيلا مرکيل : زه له چين څخه ليدنې ته په تمه يم.

cri     (GMT+08:00) 2018-05-20 15:46:27

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د المان صدراعظمې انګيلا مرکيل د می په ۱۹مه نېټه په يوه ويډيويي وينا کې وويل، چې هغه له چين څخه ليدنې ته په تمه ده او هيله لري چې له چين سره د څواړخيزې غوښتنې د پياوړتيا په شمول د يو لړ مهمو موضوعاتو په اړه د نظريو تبادله وکړي.

نوموړې وويل، المان هيله لري چې له چين سره د څواړخيزې غوښتنې د پياوړتيا لپاره ګډ کوښښونه وکړي. المان او چين د شلو هېوادونو ډلې د دولت دريو ګونو قواوو په نظام کې نژدې همکارۍ کړې دي او کوي يې او د ځينو ګډو علاقې وړ موضوعاتو په اړه بحثونه کړي دي. له چين څخه د دې په راتلونکې ليدنه کې به هغه له چين سره د دوه اړخيزو اړيکو، اقتصادي حالاتو او سوداګرۍ په اړه خبرې اترې وکړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت د می په ۱۸مه نېټه اعلان وکړ چې مرکيل به د همدې مياشتې له ۲۴مې نېټې څخه تر ۲۵مې نېټې پورې له چين څخه رسمي ليدنه وکړي. دا به په پر له پسې توګه د المان د صدراعظمې په توګه د دې له ټاکل کېدو نه وروسته له چين څخه د دې لومړۍ رسمي ليدنه وي او د دغه هېواد د صدراعظمې له ټاکل کېدو نه وروسته چين ته د دې يوولسم سفر به وي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای