CRI Online

کيوبا تائيد کړه چې د مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو له امله ۱۱۰ تنه مړه شوي دي.

cri     (GMT+08:00) 2018-05-20 15:47:22

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کيوبا حکومت د می په ۱۹مه نېټه تائيد کړه چې د مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو له امله ۱۱۰ تنه مړه شوي او درې تنه سخت ټپيان دي.

د دغه هېواد د ترانسپورت وزير اديل يزکويردو رودريګويز د ۱۹مې نېټې په ماسپښين په يوه خبري ناسته کې وويل، چې په ۱۱۰ تنو مړه شويو کې ۹۹ کيوبايان او د مکسيکو د ۶ کارکوونکو او ۱ مسافر، ۲ ارجنټاينيانو او د ۲ هغو وګړيو په شمول ۱۱ بهرنيان دي چې د لنډې مودې لپاره په کيوبا کې اوسېدلي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای