CRI Online

د امريکا خبري رسنيو د چين او امريکا د اقتصادي او سوداګريزې سلامشورې نتيجې ته پاملرنې کړې.

cri     (GMT+08:00) 2018-05-20 20:08:54

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ۲۰۱۸م کال د مې له ۱۷مې نېټې څخه تر ۱۸مې نېټې پورې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ځانګړي استازي او د چين د مرستيال صدراعظم ليو هه په مشرۍ چيني پلاوي او د امريکا د ماليې وزير سټيوين ټرنير منوچين، د سوداګرۍ وزير ويلبور روس او د سوداګرۍ استازي روبرټ ليغڅيزير په شمول د امريکا پلاوي د سوداګرۍ مسئلې په اړه يوه رغنده سلامشوره تر سره کړه. د امريکا خبري رسنيو په خپلو مطالبو کې دې ته ډېرې پاملرنې کړې دي.

د امريکا عمده خبري رسنيو په ۱۹مه نېټه سمدلاسه په جلا جلا توګه د چين او امريکا د اقتصادي او سوداګريزې سلامشورې په اړه د ګډې اعلاميې د خپرېدو خبر ورکړ. د امريکا سې ان ان شبکې خبر ورکړ چې د څو اوونيو ترينګلتيا وروسته چين او امريکا ابتدائي تړون لاسليک کړ. د نيويارک ټايمز ورځپاڼې ويبپاڼې خبر ورکړ چې په تېرو څو ورځو کې چين او امريکا هيلې ښودلې دي چې د ترينګلي سوداګريزو حالاتو د ښه والي لپاره روغه جوړه وکړي. دواړو هېوادونو څرګنده کړې چې دغه سلامشوره بريالۍ شوه او په مشخصاتو بحثونه به روان وي.

د امريکا سې ان بي سي په همدې ورځ خبر ورکړ، څرنګه چې د نړيوالې سوداګريزې جګړې او د دوو لويو اقتصادي ډلو ترمنځ د اوضاعو د ترينګلتيا د مخنيوي لپاره چين او امريکا د دوه اړخيزې سلامشورې له لارې همکارۍ پياوړې کړې دي.

بر سېره پردې، د بلومبيرګ کمپني خبر ورکړ چې د امريکا د ماليې وزير منوچين او د سپينې ماڼۍ د ملي اقتصادي کميټې مدير لاري کودلوو به په جلا جلا توګه په شلمه نېټه د امريکا په ټلويزيوني پروګرامونو کې د امريکا او چين ترمنځ د اقتصادي سلامشورې په اړه خبرې وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای