د سنيهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ماليې وزير سټفن ټرنير منوچين د مې په ۲۰ مه نېټه وويل چې امريکا او چين د سوداګريزې مسئلې په اړه ګډو نظريو ته رسېدلي او د دواړو هېوادونو تر منځ به سوداګريزه جګړه رامنځته نه شي.
منوچين په همدې ورخ د فوکس ټلويزيون خبريال ته وويل چې د امريکا او چين تر منځ اقتصادي او سوداګريزو سلامشورو مهم پرمختګونه موندلي دي او دواړې خواوې به په پر له پسې توګه د اقتصادي او سوداګريزو مسئلو په اړه سلامشورې وکړي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |