CRI Online

چين له بېلا بېلو ځايونو څخه وغوښتل چې د غنمو او شولو د اخيستلو لپاره ښه کارونه تر سره کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-21 12:09:11

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو دولتي کميټې،د غلودانو او مالونو د زيرمې دولتي ادارې ، د چين د ماليې وزارت او د کرنې او کلوالو سيمو وزارت په دې وروستيو ورځو کې د يوې خبرپاڼې له لارې له بېلا بېلا ځايونو،څانګو او ادارو څخه وغوښتل چې په ټيټه بيه د غنمو او شولو د اخيستلو لپاره اجرائيوی لايحه پلی کړي او د بزګرانو ګټې وساتي تر څو په ټيته بيه د اخيستونکو غلودانو اندازه دقيقه وي او کيفيت او زيرمه يې هم ښه وي.

په ټيټه بيه د غلودانو د اخيستلو تګلاره د بزګرانو ګټو د ساتلو او د اړوند بازار د برابرۍ د ضمانت لپاره د چين له خوا د غلودانو بيې د کنترول تګلاره ده.کله چې د غلودانو بازاري بيه د ټاکل شوې بيې په پرتله ټيته وی، د چين حکومت اړوندو تصديو ته صلاحيت ور کوي چې په ټاکل شوې بيه د بزګرانو غلې دانې واخلي. (غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای