د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف د روانې مياشتې په شلمه نېټه له اروپايي ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د ايران له ذروي تړون څخه لازيات ملاتړ وکړي او ويې ويل چې له دې امله چې له دې تړون څخه د اروپايي ټولنې ملاتړ قوي نه دی ، اروپايی تصدۍ ښايي له ايران څخه ووځي.
نوموړي دغه څرګندونې په همدې ورځ په تهران کې د اروپايي ټولنې د اقليمي عملونو او انرژۍ کميټې له غړي ميګول ارياس کانيټ سره په ملاقات کې وکړې. هغه وويل چې اروپايي ټولنه بايد له ايران سره د اقتصادي همکارۍ او په ايران کې د پانګونې د زياتوالي لپاره جدي تدبيرونه ونيسي .کانيټ وويل چې که څه هم امريکا له ذروي تړون څخه وتلی ده، خو اروپايي ټولنې لاهم د دې تړون محتويات ساتلي او د اروپايي تصديو او ايران ترمنځ د همکارۍ له دوام څخه يې ملاتړ کړی دی.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |