CRI Online

په ننګرهار کې د کرکټ پر يو سپورټي لوبغالي د بريدونو له امله اته تنه وژل شوي او پنځه څلوېښت تنه نور ټپيان شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-21 12:20:05

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د افغانستان په ختيځ د ننګرهار ولايت والي د روانې مياشتې په ۱۹مه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې د روانې مياشتې په اتلسمه نېټه د دې ولايت په مرکزي ښار جلال اباد کې د کرکټ پر يو سپورټي لوبغالي د بريدونو له امله لږ تر لږه اته تنه وژل شوي او پنځه څلوېښت تنه نور ټپيان شوي دي.

د معلوماتو له مخې بريدګرو مخکې له مخکې په دې لوبغالي کې درې بمونه په ځمکې کې ځای پر ځای کړي ول او د رمغان کپ د کرکټ لوبو په ترڅ کې يې پر له پسې چاودنې ور کړې چې د پېښې زياتره ټپيان د کرکټ نندارچيان وو. ت اوسه کومې ډلې د دغو بريدونو پړه پر غاړه نه ده اخيستې.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای