د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د روغتيا د ۷۱ مې دورې نړيواله غونډه به په ځايي وخت د مې په ۲۱ مه نېټه په ژنيو کې تر سره شي. د چين پلاوي د روانې مياشتې په ۲۰ مه نېټه په ژنيو کې يوه خبري ناسته جوړه کړه او د دې غونډې په اړه يې اړوند مالومات ور کړل. د چين روغتيايي چارو ملي کمېټې رئيس ما شياو وی وويل چې چين د وګړو روغتيا او ګټو ساتلو ته په ډېره درنه سترګه ګوري، په مثبته توګه يې په نړيوالو روغتيايي چارو کې ګډون کړی او غواړي د خلکو روغتيا ساتلو لپاره د چين ځيرکتيا او ځواکونه برابر کړي.
چين په نړيوالو روغتيايي چارو کې د ګډون لپاره له څو کلونو راهيسې تل له پرمختيايي هېوادونو سره اړوندې مرستې کړې او د اړوندو نړيوالو طبي ژوغورونکو عملياتو مثبته مشري يې کړې ده. له ۱۹۶۳ کال راهيسې، چين پرمختيايي هېوادونو ته ۲۵ زره طبي کارکوونکي لېږلي او د ۲۸ مليونو ناروغانو درملنه يې کړې ده.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |