CRI Online

پاکې انرژۍ د خلکو د ښکلي ژوند لپاره رول لوبوي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-21 14:54:23
پاکې انرژۍ د خلکو د ښکلي ژوند لپاره رول لوبوي

اوس چين په نړۍ کې د انرژۍ تر ټولو لوی توليدونکی او مصرف کوونکی هېواد ګرځېدلی دی او د انرژۍ عمده واردونکی هېواد هم دی. د شین پرمختګ او شین ژوند نظريې د ټولنې لخوا په منل کېدو سره، د طبيعي ګازو او لمريزې انرژۍ په شمول ځينو پاکو انرژيو ته د چين اړتياوې په ګړندۍ توګه زياتې شوې دي. اړوند کارپوهان وايي، په دې وروستيو کلونو کې چين د انرژۍ په برخه کې نړيواله همکاري پرمخ وړې چې د خپلې انرژۍ جوړښت د ښه والي تر څنګ د نړيوالې انرژۍ د پرمختګ لپاره يې ستر فرصت برابر کړی دی.

پاک، اسان او چاپېريال ښه ساتي، د چين په کليوالو سيمو کې د طبيعي ګازو په اړه د وګړيو خاطره ده او مخ په زياتېدو کليوال غواړي چې طبيعي ګاز به د سکرو ځای ونيسي. له دې امله چې د چين اقتصاد د لوړ کيفيت پرمختګ مرحلې ته رسېدلی او د ښکلي ژوند په اړه د خلکو هيله د پر له پسې پياوړتيا په حال کې ده، انرژۍ ته د چين اړتيا او د مصرف جوړښت هم بدل شوی دی.

په دې وروستيو کلونو کې د چين د شمال په ډېرو ځايونو کې د کوټو تودولو او ډوډۍ پخولو لپاره د سکرو پر ځای طبيعی ګاز کارول کېږي تر څو چاپېريال وساتل شي او د هوا ککړتيا کمه شي.

د ۲۰۱۷ کال په لومړي سر کې د انرژۍ پرمختګ په اړه د چين د ديارلسم پنځه کلن پلان د خپرېدو په وخت کې، د چين د انرژۍ ادارې مرستيال لي يانګ جه وويل، د انرژۍ د جوړښت ښه والی د چين د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ لازمه غوښتنه ده. هغه وويل

((د دیارلسم پنځه کلن پلان په موده کې بايد د غيرفوسيل انرژۍ اندازه ۱۵سلنې ته لوړه کړو، د طبيعي ګازو اندازه بايد ۱۰ سلنې ته لوړه کړو او د سکرو د مصرف انډول دې ۵۸ سلنې ته راکم کړو. ))

اوس چين کې د سکرو په شمول د عادي انرژيو د برابرولو توان پياړوی دی، خو د لوړ کيفيت لرونکو انرژيو پخپله د برابرولو توان کمزوری دی او له بهرنيو هېوادونو څخه ډېره دغه انرژي واردوي. د يوې شمېرنې له مخې، په ۲۰۱۷ کال کې چين د خپلو اړتياوو د پوره کولو لپاره ۶۸ سلنه نفت او ۳۹ سلنه طبيعي ګاز وارد کړي، په تېره بيا د تېر کال په ژمي کې د کوټو تودولو لپاره د چين په ځينو سيمو کې د طبيعي ګازو سخت کمښت رامنځته شوی و او د وګړيو پر ژوند او توليد يې منفي اغېزه کړې وه.

چين د طبيعي ګازو د کمښت ستونزې د ليرې کولو لپاره د خپل توليدي توان د لوړتيا په عين وخت کې له بهر څخه واردات زيات کړي او دغه راز د طبيعي ګازو د کمښت مسئله يې تر يوې اندازې پورې حل شوې ده. د چين د پرمختګ او اصلاحاتو دولتي کمېټې د انرژۍ د څېړنيزې ادارې څېړونکي جو دا دي وويل، د چين د انرژۍ جوړښت ښه والی بې له نړيوال بازار نه ترسره کېږي. ده وويل

((چين غواړي لا زياته پاکه انرژي برابره کړي، يوه خوا بايد خپلې سرچينې استخراج کړي، بله خوا له بهر څخه د وارداتو زياتوال هم يو مهم انتخاب دی. په اوسني حال کې ښايي د وارداتو زياتول د چين د انرژۍ جوړښت د ښه والي لپاره يو مهم تدبير وي. ))

د چين د شمېرنې دولتي ادارې د تازه شمېرې له مخې، په تېره اپريل مياشت کې د چين د اومو نفتو واردات ډېر زيات شوي وو چې اندازه يې ۳۹ مليونه ۴۶۰ زرو ټنو ته رسېدلې، دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۱۴.۷ سلنه زيات شوی. د طبيعي ګازو واردات ۶ مليونه او ۸۲۰ زره ټنو ته رسېدلي چې اندازه يې ۳۴.۲ سلنه زياته شوې ده. له دې څخه ښکاري چې د طبيعي ګازو واردات د مسلسلو ۷ مياشتو لپاره له ۳۰ سلنې زيات د ګړندي زياتوالي په حال کې وو.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای