د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د کمونېست ګوند او د نړيوالو ګوندونو ترمنځ د لوړې کچې ډيالوګ ځانګړې غونډه به د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د بهرنيو اړيکو څانګې په کوربتوب د روانې مياشتې له ۲۶مې نيټې څخه تر ۲۸مې نيټې پورې د چين د ګوانګ دونګ ولايت په شن جن ښار کې تر سره شي چې پکې به د چين د کمونېست ګوند کېسې يعنې په ګوانګ دونګ ولايت کې په نوې زمانه کې د چين خصوصيت لرونکي سوسياليزم په هکله د رئيس شي جين پينګ د افکارو د پلي کېدو په اړه مطبوعاتي غونډه ،د مارکس د زيږېدنې د ۲۰۰ مې کاليزې د يادونې سمينار ،د چيني او افريقايي ځوانانو ترمنځ څلورم فورم او د چين او لاتينې امريکا د ګوندونو ترمنځ دوهم فورم شامل وي.
په عين وخت کې ياده څانګه به په دې ښار کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د ګوندونو لومړی فورم هم تر سره کړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |